که فکر کوئ چې تاسې د افغانانو د انتقال او مرستې پالیسي یا په افغانستان کې د ځايي کارمندانو ایکس ګراشیا سکیم لپاره د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۷مه او یا تر دې نېټې د مخه درخواست ورکړی دی او اندېښمن یاست چې ښايي د معلوماتو د افشا کېدلو له پېښې اغېزمن شوي یاست لطفاً خپل شخصي مشخصات په لاندینۍ د خودي ارزونې وسیلې کې داخل کړئ. دا تر ټولو چټکه لاره ده چې د کارول شوې رفرینس شمېرې پورې اړوند د اغېزمن شوي یاست یا احتمالاً اغېزمن شوي یاست ځواب ترلاسه کړئ.
تاسې اغېزمن نه یاست او اړتیا نه لرئ چې د خودي ارزونې وسیله وکاروئ که چېرې:
د خودي ارزونې وسیلې یا سیلف چیکر کارولو لپاره تاسې باید خپله د افغانانو د انتقال او مرستې پالیسۍ یا په افغانستان کې د ځايي کارمندانو ایکس ګراشیا سکیم یا د افغانانو د ګواښ ارزونې درخواست سکیم د ریفرینس شمېره داخله کړئ. که تر یوه ډېر ریفرینسونه لرئ لطفاً هره ریفرېنس شمېره جلا چیک کړئ او ځان ډاډه کړئ چې شمېره مو سمه داخله کړې وي.
دا مهمه ده چې تاسې خپله د افغانانو د انتقال او مرستې پالیسۍ یا په افغانستان کې د ځايي کارمندانو ایکس ګراشیا سکیم یا د افغانانو د ګواښ ارزونې درخواست سکیم د ریفرینس شمېره په بشپړ ډول داخله کړئ هم عددونه او هم توري او د ډاش علامه. د مثال په ډول:
که تاسې خپلې د د افغانانو د انتقال او مرستې پالیسۍ یا په افغانستان کې د ځايي کارمندانو ایکس ګراشیا سکیم یا د افغانانو د ګواښ ارزونې درخواست سکیم ځینې د ریفرینس شمېرې معلومې نه وې تاسې کولای شئ چې د اړیکې دا فورمه وکاروئ وکاروئ ترڅو موږ ته پیغام راولېږئ. موږ سپارښتنه کوو چې تاسې هر کله چې ممکن وي د خودي ارزونې وسیله یا سیلف چیکر وکاروئ، ځکه زموږ لپاره به یو څه وخت ونیسي چې ستاسې مشخصات چیک کړو نظر و دې ته چې موږ څومره پوښتنې ترلاسه کوو.
د برتانیې او شمالي آیرلینډ د متحدې پاچاهۍ د دفاع وزارت د هغو دلایلو له مخې چې د دې وزارت د محرمیت په خبرتیا کې موجود دي او د برتانیې او شمالي آیرلېنډ د متحدې پاچاهۍ د معلوماتو د محافظت د قانون پر بنسټ یې د ساتلو اجازه شته، شخصي معلومات راټولوي، ساتي او کاروي. په دې هکله د نورو معلوماتو لپاره، لطفاً د دفاع وزارت د محرمیت خبرتیا ولولئ.