که تاسې د افغانانو د انتقال او مرستې پالیسۍ (ARAP) او یا د اېکس-ګراشیا یعنې (EGS) سکیم ته د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۷مه نېټه او یا تر دې نېټې د مخه درخواست ورکړی وي، تاسې کولای شئ په دې صفحه کې ورکړل شوي لینکونه وکاروئ ترڅو معلومه کړئ چې د معلوماتو د افشا کېدلو له پېښې اغېزمن شوي یاست یا نه.
مهم ټکي چې باید په پام کې ونیول شي
- موږ یواځې د هغو معلوماتو له مخې چې د معلوماتو د ورک کېدلو د پېښې پر مهال زموږ سره موجود وو ، ویلی شو چې د ریفرنس کومه شمېره چې تاسې لیکئ آیا په احتمالي توګه د معلوماتو د ورک کېدلو له پېښې اغېزمنه شوې ده که نه.
- حتا که موږ په دې باور واوسو چې تاسې ښایې د معلوماتو د ورک کېدلو له پېښې اغېزمن شوي یاست، موږ نه شو کولای چې سمدلاسه:
- د هر چا لپاره یې د سلو فیصدو په ډاډ سره تاييد کړو
- تائيد کړو چې دقیقاً ستاسو اړوند کوم شخصي معلومات به افشا شوي وي (که افشا شوي واوسي).
- د هر چا لپاره یې تاييد کړو چې آیا د هغوی کورنۍ یا تر تکفل لاندې کسان اغېزمن شوي که نه - که تاسې د هغوی معلومات په خپل درخواست کې ورکړي وي، تاسې باید داسې وانګېرئ چې احتمالاً هغوی اغېزمن شوي دي.
- که تاسې په احتمالي توګه اغېزمن شوي نه یاست خو غواړئ د پېښې په هکله نور تفصیلات ترلاسه کړئ، لطفاً زموږ په ویبسایټ کې موجودې صفحې ولولئ خو پوښتنه موږ ته مه راجع کوئ (مګر دا چې تاسې رسماً د یوه اغېزمن شوي کس د وکالت کولو حق ولرئ) ، ځکه چې موږ نشو کولای د نورو خلکو په هکله چا ته معلومات ورکړو او اضافي پوښتنې به اغېزمن شویو کسانو ته رسیدګي کول لا ګران کړي.
- که تائید شوې وي چې تاسې اغېزمن شوي نه یاست، موږ ډاډه یو چې دا سم دی.
تاسې اغېزمن شوي نه یاست او اړتیا نلرئ چې خپل وضعیت چېک کړئ که چېرې:
- تاسو د ARAP یا EGS سکیم ته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۷مې نېټې وروسته درخواست ورکړی وي.
- تاسې هېڅکله د ARAP یا EGS سکیمونو لپاره درخواست نه دی ورکړی.
که تاسې په رسمي ډول ځان د برتانیې او شمالي آیرلینډ د متحدې پاچاهۍ له دفاع وزارت سره د یوه پخواني درخواست کوونکي د وکیل په توګه ثبت کړی وي، تاسې باید د هغوی د ریفرېنس شمېره د خودي ارزونې په وسیله یا سیلف چیکر کې ولیکئ.
د دې لپاره چې معلومه کړئ چې آیا ستاسې د ریفرنس شمېره احتمالاً اغیزمنه شوې ده که نه، دوې لارې موجودې دي:
- که تاسې خپلې د ARAP، EGS یا ATAE د رېفرېنس ټولې شمېرې لرئ، دلته کېکاږئ تر څو د خودي ارزونې وسیلې یا سېلف چېکر ته ورشئ. دا تر ټولو چټک انتخاب دی ځکه چې تاسې به د داخل کړل شوې شمېرې په اړه سملاسي ځواب تر لاسه کړئ چې اغېزمن یاست یا نه. که تاسې یواځې خپلې ځینې د ریفرنس شمېرې په یاد لرئ، تاسې بیا هم دا باید د خودي ارزونې په وسیله کې داخلې کړئ، ځکه چې د خپلې قضیې له مامور سره د اړیکې نیولو په پرتله دا بیا هم چټکه لاره ده.
د معلوماتو د افشا کېدلو د پېښې پورې اړوند د معلوماتي خدماتو د مرکز اوتومات ټېلېفوني خدمت اوس تړل شوی دی. که پوښتنه ولرئ لطفاً لارښود وکاروئ ترڅو خپلو پوښتنو ته ځواب پیداکړئ او یا د خپلې قضیې له مامور سره اړیکه ونیسئ.
د برتانیې او شمالي آیرلینډ د متحدې پاچاهۍ د دفاع وزارت د هغو دلایلو له مخې چې د دې وزارت د محرمیت په خبرتیا کې موجود دي شخصي اطلاعات راټولوي، ساتي او استعمالوي یې چې د برتانیې او شمالي آیرلېنډ د متحدې پاچاهۍ د معلوماتو د محافظت قانون له مخې هم جواز لري - په دې هکله د نورو معلوماتو لپاره، لطفاً د برتانیې او شمالي آیرلینډ د متحدې پاچاهۍ د دفاع وزارتد محرمیت خبرتیا ولولئ.